وايي سوله
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 
 
خپل ېې اوردجګړې بل دی،وایي سوله
چاچې جوړدجنګ غوبل دی،وایي سوله
 
په خوله سوله سوله وایي خوجنګ غواړي
هرچاجوړدجنګ مورچل دی،وایي سوله
 
څوک  دسولې په لوريوګام وړاندې نه ځي
چې پل اخلي، دجنګ پل دی،وایي سوله 
 
په جګړه واړه معتادجنګسالاران دي
دجګړې ېې هرعمل دی،وایي سوله
 
جګړه ماروټول وطن چور اوتالاکړو
څوک که غل دی که ېې مل دی،وایي سوله
 
سوله سوله اوس هرڅوک وایي قيامه
دااوس بل دجګړې چل دی،وایي سوله
 
 
 
 
 
 





June 30th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان